جمعه 03 دسمبر 2021 - 2:30:39 سحر

محمد بن زاید د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان ترلاسه کړ


ابوظهبي ، 19 اکټوبر ، 2021 (وام)-- جلالتمآب شیخ محمد بن زاید ال نهیان ، د ابوظهبي ولیعهد شهزاده او د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو مرستیال لوی درستیز ، نن په قصر الشتي ، قوماندان جنرال کینیت ایف مکینزي ، د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې قوماندان سره وکتل. جلالتمآب شیخ محمد بن زاید او د د متحده ایالاتو مرکزي قوماندې قوماندان د ملګرتیا اړیکو پیاوړتیا ، او د متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو ترمینځ ګډې همکارۍ او همغږۍ ، په ځانګړي توګه دفاعي او نظامي برخو کې بحث وکړ.دوی د دوه اړخیزو ګټو مسلو په اړه د نظر تبادله هم وکړه.په غونډه کې د شیخ حمدان بن محمد بن زاید ال نهیان ، شیخ محمد بن حمد بن طحنون ال نهیان ، د ابو ظهبي هوایی ډګرونو رییس ، په متحده ایالاتو کې د متحده عربي اماراتو سفیر ، یوسف ال اوطیبه ، محمد مبارک المزروی ، د ابوظهبي د ولیعهد محکمې مرستیال منشي ، او د ګډو عملیاتو قوماندان لوی درستیز صالح بن میګرین الامري ګډون درلود .

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395302982695

WAM/Pashto