سه شنبه 30 نومبر 2021 - 1:58:07 غرمه

اۍ آر سۍ د ایتوپیا روغتیا پاملرنې سکتور ملاتړ لپاره ډیر امبولانسونه وړاندې کوي


اډیس ابابا ، 19 اکتوبر ، 2021 (وام)-- د اماراتو سرې میاشتې (اۍ آر سۍ) د سه شنبې په ورځ په ایتوپیا کې د روغتیا پاملرنې سکتور ملاتړ کولو او د دې اړوند لوژستیک ظرفیت لوړولو لپاره د امبولانسونو نوې ډله وړاندې کړه.د اۍ آر سۍ عمومي منشي ، ډاکټر محمد عتیق الفلاح وویل ، دا اقدام د متحده عربي اماراتو لخوا د څو بشردوستانه نوښتونو برخه ده چې د ایتوپیا په بیلابیلو سیمو کې د بشري ننګونو سره مخ خلکو ملاتړ کوي.هغه زیاته کړه د نیکۍ اشاره په ټوله نړۍ کې د اړمنو لپاره د لازمي خدماتو چمتو کولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره د متحده عربي اماراتو هوډ هم په ګوته کوي ، په ځانګړي توګه د روغتیا پاملرنې سکتور کې.

ترجمه: ګوهر رحيم http://wam.ae/en/details/1395302982703

WAM/Pashto