شنبه 28 می 2022 - 11:46:01 غرمه

يو اين آر ډبليو اي د فلسطیني کډوالو لپاره د سختې اړتیا وړ مرستې چمتو کوي


غزه، 19 جنوري ، 2022 (وام)-- په نږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره (يو اين آر ډبليو اي)، د مالي ستونزو سره سره، فلسطیني کډوالو ته په منظمه توګه د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکوي.د کي يو اين اي راپور ورکړی چې په دې مرستې کې خواړه او نور لومړني توکي شامل دي، چې د هغو کډوالو لخوا ورته اړتیا لیدل کیږي چې د ژوند شرایط یې په وروستیو کلونو کې د اسراییلو د محاصرې له امله په ناامنه ښارونو کې خورا خراب شوي دي.

ترجمه: محمد سليمان https://wam.ae/en/details/1395303012760

WAM/Pashto