دوشنبه 05 دسمبر 2022 - 2:24:40 غرمه

د متحده عربي اماراتو مشرانو د سعودي پاچا ته د ملي ورځې مبارکي ورکړه


ابوظبي، 23 سپتمبر، 2022 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان او جلالتمآب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړي وزیر او د دوبۍ واکمن، د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود ته د سعودي عربستان د پاچاهۍ د 92مې ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغامونه لیږلي دي.د متحده عربي اماراتو مشرانو هم په همدې مناسبت د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزیز، د لومړي وزیر مرستیال او د دفاع وزیر ته ورته پیغامونه استولي دي.

ترجمه: محمد سليمان https://wam.ae/en/details/1395303085976

WAM/Pashto