دوشنبه 05 دسمبر 2022 - 3:20:04 غرمه

د سعودي پاچا ولیعهد محمد بن سلمان د لومړي وزیر په توګه وټاکه


ریاض، 28 سپتمبر، 2022 (وام) -- د سعودي عربستان د دوو سپېڅلو جوماتونو سرپرست پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود د سه شنبې په ورځ یو شاهي فرمان صادر کړ چې ولیعهد محمد بن سلمان د سعودي عربستان د لومړي وزیر په توګه وټاکه.د سعودي خبري اژانس (ايس پۍ اې) د شاهي فرمان په حواله ویلي چې د کابینې اونیزه غونډه چې پاچا پکې ګډون کوي د ده په مشرۍ جوړیږي.په یوه بل شاهي فرمان کې پاچا د وزیرانو شورا بیا جوړه کړه چې مشري یې ولیعهد کوله.پاچا سلمان یو فرمان هم صادر کړ چې د دفاع وزارت مرستیال شهزاده خالد بن سلمان د دفاع وزیر په توګه وټاکه. یوسف بن عبدالله البنیان د پوهنې نوی وزیر ټاکل شوی دی.پاچا طلال بن عبدالله العتیبي د دفاع وزارت د مرستیال په توګه وټاکه.

ترجمه: محمد سليمان http://wam.ae/en/details/1395303087572

WAM/Pashto