ابو ظهبي، 8 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره وکتل چې هیواد ته سفر کوي.
جلالتمآب د ابوظبۍ په قصر الشاطي کې د کتنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او ګډو هڅو او په بېلابېلو برخو کې د متقابلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د اړیکو د پراختیا په لارو چارو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې په منځني ختیځ کې د متقابلو ګټو او پرمختګونو په یو لړ سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په تیره بیا د اشغال شوې فلسطین په خاوره کې د وروستیو پیښو او د غزې د تړانګې د کړکیچ د جدي اغیزو په هکله د سولې، ثبات اواو په ټوله سیمه کې امنیتپه اړه خبرې اترې وشوې.
جلالتمآب د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د کار کولو په اړتیا ټینګار وکړ ترڅو د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي او د دې تړانګې اوسیدونکو ته د بشري مرستو رسولو لپاره دوامداره، بې خنډه او خوندي چینلونه ډاډمن کړي او د دوی د بې ځایه کیدو مخه ونیسي.
دواړو لورو د جګړې د پراخیدو د مخنیوي لپاره د کار پر اهمیت ټینګار وکړ، چې سیمه ییزه سوله له ګواښ سره مخ کوي او همدارنګه د سیمې ثبات ته د رسیدو د لارې په توګه د یوې هراړخیزې او تلپاتې سولې لپاره د روښانه افق پر موندلو ټینګار کوي.
ترجمه: محمدسليمان