د متحده عربي اماراتو ولسمشر د رسمي سفر له پای ته رسېدو وروسته اذربایجان څخه ولاړ

باکو، 9 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د اذربایجان جمهوریت ته د رسمي سفر وروسته باکو څخه روان شو.

په دې سفر کې له جلالتمآب سره یو رسمي پلاوی هم و چې د ولسمشر مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې رئیس جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان؛ د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنونالنهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ علي بن حمد الشمسي، د ملي امنیت د عالي شورا منشي؛ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر دیپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش؛ سهیل بن محمد المزروي، د انرژۍ او زیربناوو وزیر؛ ډاکټر سلطان بن احمد الجابر، د صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ وزیر؛ محمد حسن السویدي، د پانګونې وزیر؛ احمد علي السیغ، د دولت وزیر؛ محمد مراد البلوشي، په اذربایجان کې د اماراتو سفیر؛ او د متحده عربي اماراتو یو شمیر لوړ پوړي چارواکيشامل و.

ترجمه: ګوهررحيم