منصور بن زاید د حکومت د کاري ایکوسیستم د پراختیا لپاره د نوښتونو په اړه د وزیرانو پراختیایي شورا غونډه وکړه

ابوظبي، 10 جنوري، 2024 (وام) -- جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د ولسمشر مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې رییس، د وزیرانو د پراختیایي شورا د غونډې مشري وکړه.

په دې غونډه کې چې د ابوظبۍ په قصر الوطن کې جوړه شوې وه، د حکومت د کاري ایکوسیستم د پراختیا لپاره یو شمیر قوانینو، پالیسیو او نوښتونو په اړه خبرې وکړې.

د غونډې په اجنډا کې د ساینس او ټکنالوژۍ، روغتیا، د انرژۍ د مصرف، په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د تنظیم او د مالي چارو په اړه یو شمېر مقرراتي پرېکړې شاملې وې.

په دولتي چارو کې، شورا د عامه خوندیتوب په اړه یو شمیر پایلې او راپورونه وڅیړل، د پرمختګونو سربیره د 2022 کال د دسمبر په 31 نیټه پای ته رسیدو مالي کال لپاره د عمومي تقاعد او ټولنیز امنیت ادارې د وروستي حساب په اړه د متحده عربي اماراتو د حساب ورکولو ادارې راپور، د یو شمیر نوښتونو او پروګرامونو په پلي کولو کې چې هدف یې په هیواد کې د بهرنۍ پانګونې هڅول او د تعلیمي او اقتصادي نوښتونو پلي کولو پایلې دي.

ترجمه: ګوهررحيم