محمد بن راشد د واده په مراسمو کې ګډون کوي

دوبۍ، 13 جنوري، 2024 (وام) – جلالتمآب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن، نن د سلطان بن علي بن سلطان الصبوسی لخوا په دوبۍ کې د صالح بن امهي بن حمید المنصوري لور ته د خپل زوی علي د واده په مناسبتجوړ شوي استقبال کې ګډون وکړ.

له جلالتمآب شیخ محمد سره د دوبۍ لومړی مرستیال جلالتمآب شیخ مکتوم بن محمد بن راشد آل مکتوم، د لومړي وزیر مرستیال، د مالیې وزیر؛ جلالتمآب شیخ احمد بن محمد بن راشد المکتوم، د دوبۍ دویم مرستیال؛ او جلالتمآب شیخ منصور بن محمد بن راشد المکتوم، د دوبۍ د سپورټ شورا رییس ګډون درلود.

شیخ محمد نويو واده ته مبارکي وویله او د خوشحاله او سوکاله ژوند هیله یې وکړه.

په دغه استقبالیه کې یو شمیر شیخانو او لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

ترجمه: محمدسليمان