اۍ آر سۍ د غزې تړانګې خلکو ته د بشردوستانه مرستو ویشلو ته دوام ورکوي

رفح ، 18 جنوري ، 2024 (وام) -- د اماراتو سرې میاشتې (اۍآرسۍ) د غزې تړانګې خلکو ته د خوراکي پارسلونو، خیمو او ژمنیو جامو ویشلو ته دوام ورکړ.

دا نوښت د "ګيلنټنايټ3" د بشردوستانه عملیاتو برخه ده چې د متحده عربي اماراتو لخوا د ورور فلسطیني خلکو ملاتړ لپاره پیل شوي.

دې ادارې په رفح، خان یونس او مرکزي والي کې خیریه پخلنځي هم فعاله کړي، چې له 100,740 څخه زیاتو بې ځایه شویو خلکو ته خواړه چمتو کوي.

متحده عربي اماراتو د 2023 کال د نومبر په 5 مه "ګيلنټنايټ3" په غزه کې د فلسطین خلکو ته د بشردوستانه مرستو چمتو کولو لپاره پیل کړ، چې د فلسطین د خلکو لپاره د متحده عربي اماراتو د تل پاتې پیوستون او ملاتړ څرګندونه کوي.

ترجمه: محمدسليمان