هانګ کانګ، 23 جنوري، 2024 (وام) -- ډاکټر پیټریک لاو، د هانګ کانګ د سوداګرۍ پراختیا شورا (ايچکېټۍډۍسۍ) اجرایوي رییس مرستیال وویل چې هانګ کانګ د نړیوال سوداګریز مرکز په توګه د خپل موقف پیاوړتیا ته ژمن دی.
نن په هانګ کانګ کې د اسيايي مالي فورم (اېايفايف) تر پرانيستلو مخکې په يوه خبري ناسته کې لاو وويل، هانګ کانګ د سوداګرۍ پراختیا شورا په هانکانګ کې د سوداګرۍ د ملاتړ او ودې لپاره د مسوولې ادارې په توګه، د دې له لارې د 2023-2024 په موده کې 50 بهرنۍ دفترونه د درې مهمو موخو د ترلاسه کولو په لټه کې دی..
لاو وویل چې لومړی هدف د هغه رول لوړول دي چې هانګ کانګ د انعطاف وړ سوداګرۍ مرکز په توګه لوبوي او د کوويډ-19 وبا څخه د نړیوال رغیدو کې مرسته کونکي. دوهم هدف د نوښت او دوامداره پرمختګ له لارې د ټاپو رقابتي وړتیا لوړول دي.
هغه زیاته کړه، دریمه او وروستۍ موخه یې د نوي نسل د نښلولو او راتلونکي لپاره چمتو د کوچنیو او منځنیو تصدیو (ايسايمايز) او سټارټ اپونو جوړول دي.
لاو يادونه وکړه چې د هانګ کانګ د سوداګرۍ پراختیا شورا لوی سوداګريز کنفرانسونه او نندارتونونه د چين د لويې خليج سيمې، د سيمه ييزې هراړخيزې اقتصادي همکارۍ (آرسۍاۍپۍ) هېوادونو او منځني ختيځ او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې (آسيان) په څېر مخ پر ودې بازارونو کې د راڅرګندېدو فرصتونه په ګوته کوي.
لاو وويل چې دغه فورم د دوامدار او ټول شموله پرمختيا موډل د جوړولو لپاره د نژدې اړيکو او همکارۍ يو فرصت دی. دا په ځانګړې توګه د نړیوال ناڅرګندتیا، جیوپولیټیک فشارونو، او نورو ننګونو سره مخ دی، کوم چې کولی شي د نوي بازار فرصتونو او نوي شریکانو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
ترجمه: ګوهررحيم