ابو ظهبي، 29 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني ته یو لیکلی پیغام واستاوه، چې د 2024 په فبرورۍ کې د نړیوال حکومت په سرمشریزه کې د ګډون لپاره رسمي بلنه پکې شامله ده.
په قطر کې د متحده عربي اماراتو سفیر شیخ زاید بن خلیفه آل نهیان په امیري دیوان کې د یوې غونډې په ترڅ کې جلالتمآب ته بلنه ورکړه.
ترجمه: ګوهررحيم