عبدالله بن زاید بوریل د سیمه ییزو پرمختګونو کتنه وکړه

ابو ظهبي، 2 فبرورۍ ، 2024 (وام) -- د بهرنیو چارو وزیر،جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، د اروپایی اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتی تګلارې لپاره د اروپایی اتحادیې له لوړ پوړی استازی جوزپ بوریل سره د ټیلیفون په کرښه، د منځنی ختیځ د وروستیو پرمختګونو او په غزه کی د بشری ناورین په اړه خبرې اترې وکړې.

دواړو خواوو د دوامدار اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو د زیاتولو په اړه بحث وکړ، څو د غزې خلکو ته په ګړندۍ توګه د مرستو او طبي مرستو رسولو اجازه ورکړل شي.

جلالتمآبشیخ عبدالله بن زاید د دوامدار اوربند ته د رسیدو لپاره د ټولو سیمه ایزو او نړیوالو هڅو لپاره د متحده عربي اماراتو ملاتړ یو ځل بیا تایید کړ.

جلالتمآبشیخ عبدالله همداراز ټینګار وکړ چې د فلسطین خلک له سختو بشردوستانه شرایطو سره مخامخ دی چې د نړیوالې ټولنې د ټولو اړخونو بیړنی اقدام ته اړتیا لری څو د ملکیانو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د کړاوونو د کمولو لپاره د بشری غبرګون د زیاتولو لپاره هلې ځلې وکړی.

ترجمه: ګوهررحيم