د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ،عبدالله بن زاید د سیمه ایزو وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې

ابوظهبي، 3 فبرورۍ ، 2024 (وام) -- د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرجلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان د ناروې د بهرنیو چارو له وزیر ایسپین بارت اید سره د ټیلیفوني تماس په ترڅ کې د منځني ختیځ په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو او د فلسطین په خلکو باندې د هغې د بشري عواقبو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د دوامدار اوربند لپاره د سیمه ایزو او نړیوالو هڅو په اړه هم خبرې وشوې او د غزې له خلکو سره د نړیوالو بشري مرستو د زیاتولو په اهمیت یې ټینګار وکړ.

جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید په سیمه کې د افراطیت، تاوتریخوالی او د تاوتریخوالی د پای ته رسولو، د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې د ټولو ملکیانو د خوندیتوب او د فلسطین خلکو ته د بشردوستانه مرستو د چټک او دوامدار رسولو په اړه ټینګار وکړ.

شیخ عبدالله او ایسپن بارت هم د دوه اړخیزو اړیکو او د هغو د پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې چې د دواړو هیوادونو او د دوی د خلکو متقابلو ګټو ته خدمت وکړي.

ترجمه: ګوهررحيم