رفح ، 3 فبروري ، 2024 (وام) - د اماراتو سرې میاشتې (اۍآرسۍ) د غزې تړانګې خلکو ته د ژمنیو جامو او خوراکي خواړو ویشلو ته دوام ورکړ، د "ګيلنټنايټ3" عملیاتو د یوې برخې په توګه، چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان له لارښوونو سره سم د فلسطین د خلکو د ملاتړ لپاره پیل شوی.
د اماراتو سرې میاشتې ټیمونو د غزې په تړانګه کې د څو سیمو اوسیدونکو ته 80,993 قلمي ژمني جامې وویشل.
د خپلو بشردوستانه مرستو هڅو په لړ کې، اماراتو سرې میاشتې د غزې په تړانګه کې بې ځایه شویو خلکو ته د خواړو ویشلو لپاره د 16 خیریه پخلنځي چلولو ته دوام ورکوي. د خوراکي توکو په ویش کې د 32,000 کسانو په ګډون 8,000 کورنۍ تر پوښښ لاندې نیول شوي، په داسې حال کې چې د خوړو د پروګرام د ګټه اخیستونکو ټولټال شمیر 112,993 تنو ته رسیدلی دی.
د عملیاتو د یوې برخې په توګه، اماراتو سرې میاشتې د غزې تړانګې ته د بشري مرستو کاروان د خپل کلني ژمني مرستې کمپاین د یوې برخې په توګه پیل کړ، چې شاوخوا 1,650,000 ژمني جامې او کمپلې پکې شاملې دي ترڅو د ژمي په جریان کې غزه ګرم وساتي.
ترجمه: ګوهررحيم