ابو ظهبي، 3 فبروري ، 2024 (وام) -- د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو په پلي کولو کې،د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر جلالتماب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو د هڅو د ملاتړ لپاره یې پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
سیګرید کاګ، د غزې لپاره د ملګرو ملتونو لوړ پوړی بشري او بیارغونې همغږي کونکی.
په دې موقع شیخ عبدالله بن زاید د غزې په تړانګه کښې د ملګرو ملتو له خوا د ترسره کیدونکو بشردوستانه عملیاتو او د غزې د خلکو د کړاوونو د کمولو لپاره د سګرید کاګ د هلو ځلو د ملاتړ لپاره د اماراتو په لیوالتیا ټینګار وکړ. د دوی اړتیاو ته بیړني بشري ځواب.
پرون شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان له کاګ سره چې دغه هیواد ته په سفر تللی وو، وکتل او هلته یې په غزه کې د جګړې په پایله کې د مخ پر زیاتیدونکي بشري ناورین او د هغې د عواقبو د حل لپاره په ګړندي او همغږي سرعت خبرې وکړې. د ملکي خلکو د کړاوونو کمول او د هغوی اړتیاوې پوره کول دي.
په دې لړ کښې همدارنګ د اوربند په ضرورت باندې تاکید وکړ او د غزې په تړانګه کښې د فلسطین وروڼو ولسونو ته د بشردوستانه، مرستې او طبی مرستې په بېړنۍ، ګړندی، مصؤن ډول او له کوم خنډه د رسېدو په ضرورت باندې تاکید وکړ، د نور مرګ ژوبلو د مخنیوی او د اشغال شوي فلسطین په خاوره کې وضعیت د اور لمبې د اورېدو مخنیوی یې وکړ.
ترجمه: ګوهررحيم