ابوظبي، 5 فبروري، 2024 (وام) -- احمد بن محمد الجروان، د زغم او سولې لپاره د نړیوالې شورا رییس، وویل چې شورا د بشري ورورولۍ سند تصویبوي، چې د هغه د جلالتماب ډاکټر احمد ال طیب، د الازهر لوی امام، او د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسیس، لخوا ، د 2019 کال د فبروري په 4 مه په ابوظبي کې، د بشریت لپاره د نړیوال منشور او اساسي قانون په توګه لاسلیک شوی.
الجروان ټینګار وکړ چې د بشري ورورولۍ سند د نړۍ د اکثرو هیوادونو لخوا پیژندل شوي ډیری بنسټیز اصول لکه عدالت او د ښځو او ماشومانو حقونه شامل کړي او د زغم په چوکاټ کې یې ځای په ځای کړي او د ټول انسانیت راتلونکي لپاره د لارې نقشه یې په ګوته کوي.
الجروان ټینګار وکړ چې د زغم او سولې نړیواله شورا له خپلو ټولو ادارو سره په ګډه کار کوي چې له ټولو اړوندو خواوو او بنسټونو سره د بشري ورورولۍ د سند د ملاتړ او د بشري ورورولۍ د نړیوالې ورځې د لمانځلو لپاره د دغې شورا پر لیوالتیا ټینګار وکړي. د هغې ادارې د زغم او سولې لپاره د نړیوال پارلمان لخوا استازیتوب کیږي.
هغه زیاته کړه، شورا هڅه کوي هغه څه چې په دې سند کې راغلي د زغم او سولې د عمومي غونډې له لارې چې د شریکانو، پوهنتونونو او د مدني ټولنې د بېلابېلو بنسټونو په همکارۍ کار کوي، پلي کړي.
ترجمه: ګوهررحيم