عمان، 5 فبروري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د اردن د هاشمي سلطنت له پاچا عبدالله دوهم بن الحسین سره وکتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوږدې مودې اړیکو بیاکتنه وکړي.
په دې کتنه کې چې د عمان په بسمان ماڼۍ کې ترسره شوه، د دواړو هېوادونو د پراختیایي موخو په ځانګړي ډول د اقتصاد، پانګونې، د خوړو د خوندیتوب، د تجدید وړ انرژۍ او پایښت په برخو کې د همکارۍ لپاره نوي فرصتونه وڅېړل شول.
جلالتمآب شیخ محمد او جلالتمآب عبدالله هم د متقابلو علاقې وړ یوشمیر سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په تیره بیا د مینځنی ختیځ او د غزې د تړانګې د وروستیو پرمختګونو په هکله خبرې اترې وکړې.
دواړو مشرانو په غزه کې د اوربند د ترلاسه کولو او د نړیوالو قوانینو سره سم د ملکي وګړو د بشپړ خوندیتوب لپاره د هڅو د ګړندي کولو پر اړتیا ټینګار وکړ. دوی همدا راز په غزه کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په بیړنۍ توګه د حل کولو او د نړیوالو بشردوستانه سازمانونو لخوا لوبول شوي رول څخه د ملاتړ په اهمیت ټینګار وکړ.
جلالتمآب او جلالتمآب د یوې عادلانه او هراړخیزې سولې په لور د یوې روښانه سیاسي لارې د رامنځته کولو پر اهمیت رڼا واچوله، چې ریښه یې د دوه دولتونو په حل کې وي، ترڅو د ټولو لپاره ثبات او امنیت تامین شي. دوی همداراز په پراخه سیمه کې د جګړې د پراختیا د مخنیوي لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دواړو مشرانو د سیمه ایز ثبات په لور د عربي ټولنې د ګډو هڅو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې روانې ژمنې څرګندې کړې، دا دریځ د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله تګلارې له مخې د سوله ییز همغږي او همکارۍ د ودې لپاره د ټولو لپاره د پرمختګ او سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره دی.
جلالتمآب پاچا عبدالله دوهم بن الحسین له اردن څخه د وتلو په موخه د اماراتو د جلالتمآب او ورسره ملګري پلاوي سره د لیدنې په درشل کې د غرمې د ډوډۍ کوربه توب وکړ.
ترجمه: محمدسليمان