د متحده عربي اماراتو ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره تلیفوني اړیکه ونیوله

ابوظبي، 5 فبروري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د ملګرو ملتونو د سرمنشي جلالتمآب انتونیو ګوتریش سره تلیفوني اړیکه ونیوله. دغه زنګ د متحده عربي اماراتو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکارۍ بیلابیل اړخونه پوښلي، په ځانګړې توګه په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري هڅو په ملاتړ کې.

جلالتمآب او ښاغلي ګوتریش د منځني ختیځ پر وضعیت او د غزې په تړانګه کې د پرمختګونو په تمرکز سره د متقابلو ګټو پر یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړې. دواړو لورو د سمدستي اوربند د رامنځته کولو، د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب او د بشري مرستو د خوندي او دوامداره رسولو د تامین لپاره د ګډو نړیوالو اقداماتو پر اړتیا ټینګار وکړ. په دې غوښتنې کې د سیمه ییزې بې ثباتۍ د زیاتیدو د مخنیوي او د دوه دولتونو د حل له لارې د سولې پر لور د تګ هڅې هم شاملې دي، چې د سیمې د هیوادونو او خلکو لپاره د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ د ټینګښت لپاره د کلیدي په توګه لیدل کیږي.

د ټیلیفون په ترڅ کې، جلالتمآب د غزې په تړانګه کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه هڅو د ملاتړ لپاره د متحده عربي اماراتو ژمنې یو ځل بیا تاکید کړې، د دې هیواد د اوسیدونکو د کړاوونو کمولو او د ننګونو په شرایطو کې د دوی اړینو اړتیاو ته د رسیدو په هدف ټینګار وکړ. د متحده عربي اماراتو ولسمشر په غزه کې د بشري ناورین د لا خرابیدو د مخنیوي لپاره د نړیوالو اقداماتو اهمیت ته اشاره وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوترش په غزه کې د ملګرو ملتونو د بشري رول لپاره د متحده عربي اماراتو د دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه. دواړو لورو همداراز په نېږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (يواينآرډبليواې) د هڅو د ملاتړ پر اهمیت او په دې سخت وخت کې چې د فلسطین خلک ترې تېرېږي، د ګډ کار پر اړتیا ټینګار وکړ.

ترجمه: ګوهررحيم