د اتریش د بشپس کنفرانس مشر د بشري ورورولۍ په اړه د سند پر اهمیت ټینګار وکړ

ویانا، 6 فبروري، 2024 (وام) -- د اتریش د بشپس د کنفرانس رییس کارډینل کریسټوف شونبورن د بشري ورورولۍ په اړه د سند په اهمیت ټینګار وکړ چې د متحده عربي اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د الازهر لوی امام احمد الطیب او د کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسیس د سوله ایز همغږي د هڅولو په برخه کې د فبروري په 4، 2019 کې لاسلیک شو.. هغه د دې سند په خپرولو کې د هڅو ستاینه وکړه چې خلک سره یوځای کوي.

کارډینل شونبورن دا خبره پرون د اتریش په پلازمینه ویانا کې د بشري ورورولۍ د سند د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه نړیوال کنفرانس کې وکړه چې د اتریش د بشپس کنفرانس د نړیوالو مذهبونو د کمیسیون له خوا رابلل شوی و.

کارډینل شونبورن ټینګار وکړ چې بین المذهبي خبرې اترې د هماهنګۍ یوه مهمه برخه ده، په وینا، "له مینې پرته، خبرې اترې یا ورورولي شتون نلري."

هغه د بشري ورورولۍ په اړه د پنځه مخیز سند په پای کې د یوې بنسټیزې موضوع په توګه د مینې ارزښت شاملولو ته اشاره وکړه. هغه همدارنګه په سند کې څرګند شوي حقونه د ځانګړي اهمیت په توګه بیان کړل.

په بدل کې، د اتریش د اسلامي مذهبي ټولنې (اييجۍجۍاو) مشر، امیت ورال، په ټولنه کې د سولې او امنیت بنسټیز اهمیت او د پلونو په جوړولو او د خبرو اترو په وده کې د دینونو د ونډې په اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل، دا سند د یو بل په اړه زموږ ښه پوهاوی او د سولې لپاره زموږ ګډې هڅې پیاوړې کوي.

ترجمه: ګوهررحيم