ابوظهبي، 7 فبروري، 2024 (وام) -- د زاید خیریه او بشردوستانه بنسټ د نړۍ په 13 هیوادونو کې د 20,000 ژمي کټونو ویشلو اعلان وکړ. دا نوښت، د دوی د "ژمی کڅوړې" برنامېیوه برخه ده، موخه یې د نړۍ په کچه د ټیټ عاید کورنیو لپاره د ژمي بار کمول دي.
د سږ کال برنامه په مختلفو سیمو کې د اردن، مراکش، مصر، عراق، پاکستان، چاد، ایتوپیا، کوسوو، البانیا، نیپال، قزاقستان، ازبکستان، او قرغزستان په ګډون د مختلفو هیوادونو شامل دي.
د بنسټ عمومي رییس، ډاکټر محمد عتیق الفالحي، د نړۍ په کچه د بې وزلو ټولنو د خدمت کولو لپاره د بنسټ ژمنې یو ځل بیا تایید کړې. هغه ټینګار وکړ چې څنګه د "ژمې کڅوړې" برنامه د مرحوم شیخ زاید بن سلطان ال نهیان د مهربانۍ روحیه بیلګه کوي.
الفالحي د خیریه مرستو د ودې او زیانمنو ټولنو سره د مرستې په برخه کې د دوی په ژمنتیا ټینګار وکړ. دا د دوی د ټولنیز مسؤلیت سره سمون لري، د متحده عربي اماراتو د مشرتابه لارښوونو، او د شیخ نهیان بن زاید ال نهیان، د فاؤنڈیشن د بورډ رییس مشر لارښود.
عبدالعزیز الزیدي، د پروژو او برنامو رییس، څرګنده کړه چې دا برنامه د پراخو نوښتونو یوه برخه ده چې د بنسټ د اهدافو په ترلاسه کولو تمرکز کوي. پدې کې د ښوونځي کڅوړې چمتو کول، تعلیمي مالتړ، طبي مرستې، د خوراکي توکو مرستې، او د نړۍ په کچه د زیانمن شویو خلکو سره د مرستې لپاره مختلف بشردوستانه هڅې شاملې دي.
ترجمه: محمدسليمان