دوبۍ، 12 فبروري، 2024 (وام) -- د کورنیو چارو وزارت او د عجمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ملي مشارکت د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه د اداری فعالیت د ودې لپاره د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ. د لاسلیک مراسم په دوبۍ کې د 2024 نړیوال حکومتونو سرمشریزې په لومړۍ ورځ کې ترسره شول.
یاد هوکړه لیک د کورنیو چارو وزارت د سرپرست لوی پاسوال خلیفه حریب الخیلي او د عجمان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي رئیس عبدالله محمد الموجي لاسلیک کړ.
دا تړون د ملي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو برخه ده او د متحده عربي اماراتو د حکومت له لارښوونو سره سمون لري ترڅو د همغږۍ هڅو له لارې د کاري سیسټم وده وکړي.
د تفاهم یادښت د دوه اړخیزو همکاریو د اسانتیا، د کاري سیسټم په پراختیا، د بشري منابعو د وړتیاوو د ښه کولو، او د مهارتونو او پوهې د تبادلې له لارې د اداری غوره والی د پیاوړتیا په لټه کې دی.
ترجمه: محمدسليمان