دوبۍ، 13 فبروري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د ترکیې جمهوریت ولسمشر جلالتمآب رجب طیب اردوغان د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو د پراخو اهدافو د پوره کولو لپاره د ګډ کار کولو په اړه خبرې وکړې. پراخه اقتصادي ملګرتیا. د دوی بحثونه په هغو برخو کې د همکاریو پر پراخولو متمرکز وو چې د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه وي. دغه کتنه نن په دوبۍ کې د جلالتمآب ولسمشر اردوغان د ښه راغلاست په ترڅ کې وشوه چې د 2024 کال د نړۍ د حکومتونو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه په متحده عربي اماراتو کې دی او ترکیه یې د مېلمه په توګه لري.
جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د جلالتمآب ولسمشر رجب طیب اردوغان هرکلی وکړ او د متحده عربي اماراتو او ترکیې د اړیکو په ځانګړې توګه د پانګونې، سوداګرۍ، انرژۍ، ټیکنالوژۍ او دوامداره پرمختګ په برخو کې یې د پام وړ پرمختګ وباله. دواړه مشران د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړې کولو لپاره دې پرمختګ ته ژمن دي. جلالتمآب ولسمشر اردوغان د سږ کال په سرمشریزه کې د ترکیې د عزتمند مېلمه په توګه مننه وکړه.
جلالتمآب ولسمشر اردوغان هم د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو د هغو منسوبینو په مړینه د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل چې د سومالیا په فدرالي جمهوریت کې د سومالیا د وسله والو ځواکونو د روزنې پر مهال په یوه تروریستي عمل کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. جلالتمآب د ترکیې له ولسمشر څخه د متحده عربي اماراتو او خلکو په وړاندې د هغه د صادقانه احساساتو له امله مننه وکړه.
دواړو مشرانو د نړۍ د حکومتونو په سرمشریزه او د هغې د اجنډا په اړه خبرې وکړې، د پرمختیا لپاره د نوښتګرو نظرونو او ستراتیژیو سره د حکومتي عملیاتو په لوړولو او همدارنګه د اوسنیو او راتلونکو ننګونو د نیولو لپاره د حکومت ظرفیت لوړولو کې یې د خپل رول په اړه ټینګار وکړ. دوی دغه راز د دوه اړخیزو ګټو پر یوشمیر سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو هم کتنه وکړه او د غزې د تړانګې د وروستیو پرمختګونو په شمول یې خپل نظریات شریک کړل. دواړو خواوو په پټه کې د دښمنۍ د درولو لپاره د نړیوالو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ او د نړیوالو بشردوستانه قوانینو سره سم د ملکي وګړو بشپړ خوندیتوب تضمین کړي، او همدارنګه د نور زیان یا جبري بې ځایه کیدو له خطر پرته د بشردوستانه مرستو خوندي او دوامداره چمتو کولو تضمین کړي. سربېره پر دې، دوی په منځني ختیځ کې د جګړې د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره چې د سیمې سولې او ثبات ته ګواښ پېښوي، په جدي اړتیا ټینګار وکړ.
په دې کتنه کې چې د ولسمشر مرستیال، د لومړۍوزير مرستیال او د ولسمشرۍمحکمېرئیس جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان ؛ جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون النهیان ، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ علي بن حمد الشمسي، د ملي امنیت د عالي شورا منشي؛ ډاکټر سلطان بن احمد الجابر، د صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ وزیر؛ او خلدون خلیفه المبارک، د اجراییوي چارو د ادارې رییس او د اجرایوي شورا غړی هم حضور درلود.
ترجمه: ګوهررحيم