د متحده عربي اماراتو کابینې په هیواد کې د درنو وسایطو وزنونو او ابعادو تنظیم کولو پریکړه لیک پلي کول وځنډول

ابو ظهبي، 18 فبروري، 2024 (وام) -- د متحده عربي اماراتو کابینې لارښوونه وکړه چې په هیواد کې د درنو وسایطو د وزن او ابعادو تنظیم کولو پریکړه لیک پلي کول وځنډوي.

کابینې همدا راز د انرژۍ او زیربنا وزارت ته لارښوونه وکړه چې د پرېکړو د استدلال په اړه هراړخیزه مطالعه وکړي.

همدارنګه کابینې د اقتصاد وزارت ته لارښوونه وکړه چې له ټولو اقتصادي بنسټونو سره همکاري وکړي ترڅو د هر ډول توکو او اجناسو د بیو د غیر عادلانه لوړوالي د مخنیوي لپاره اړین اقدامات مطالعه او عملي کړي.

ترجمه: ګوهررحيم