متحده عربي اماراتو د غزې په تړانګه کې فلسطینیانو ته زرګونه خوراکي توکي او طبي پارسلونه لیږي

ال آریش، مصر، 19 فبروري ، 2024 (وام) -- متحده عربي امارات د غزې په تړانګه کې د "ګيلنټنايټ3" بشردوستانه عملیاتو له لارې چې د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان په لارښوونو پیل شوي د فلسطین د خلکو لپاره خپل ثابت ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یکشنبې په ورځ، نوښت له 124,000 څخه ډیر پارسلونه چې خوراکي توکي، طبي توکي، د ماشومانو او لویانو لپاره د حفظ الصحې کټونه، د رڼا پروجیکټرونه او کمپلې په کې شاملې وې توزیع کړې. په ویش کې 183 خوراکي پارسلونه، 23 د حفظ الصحې کیټونه، د ماشومانو لپاره د خوراکي ټوکرۍ، 1040 درنې ژمني جامې، 3402 د پوښاک پارسلونه او 38 کمپلې شاملې وې.

دا عملیات د 28 خیریه پخلنځي ملاتړ کوي چې 13,280 خواړه یې 53,120 ګټه اخیستونکو ته ویشلي. د سبسایډ شوي ډوډۍ پروژې له لارې د 2500 ګټه اخیستونکو لپاره 250 اضافي ډوډۍ تولید شوې.

متحده عربي اماراتو غزې ته د ننوتلو دمخه د مصر ال آریش ښار ته پنځه اتوماتیک بیکري واستول.

د فبرورۍ تر 17مې نیټې پورې، د «ګيلنټنايټ3» عملیاتو لاندې فلسطینیانو ته د متحده عربي اماراتو مرستې 15,700 ټنو ته ورسیدې، چې د 162 کارګو الوتکو په استولو سره یې اسانتیا برابره کړې وه. سربیره پردې، متحده عربي اماراتو شپږ د پاکولو فابریکې جوړې کړې، چې هره ورځ د 1.2 ملیون ګیلن تولید وړتیا لري، په مستقیم ډول د غزې اوسیدونکو ته ګټه رسوي.

ترجمه: محمدسليمان