راس الخیمه اقتصادي زون په خليج دهمکارۍ شورا کې د 'غوره ځانګړي اقتصادي زون' په توګه پیژندل شوی

راس الخیمه، 21 فبروري، 2024 (وام) –د راس الخیمه اقتصادي زون (راکيز) ته د هند په نوي ډیلي کې د هند د اقتصادي سوداګرۍ سازمان (ايياۍټۍاو) لخوا تنظیم شوي د 2024 کال د هند خليجدهمکارۍشورا لاسته راوړونکو جایزو په جریان کې د "غوره ځانګړي اقتصادي زون (ايساۍزيډ)" جایزه ورکړل شوه.دا جایزه د هندي شرکتونو لپاره د راس الخیمه اقتصادي زون غیر معمولي ملاتړ او د هند-خليجدهمکارۍشورا اړیکو په وده کې د هغې کلیدي رول لمانځي.

د هند د خليجدهمکارۍشورالاسته راوړونکو کلنۍ جایزې د خليجدهمکارۍشوراپه سیمه کې د ډیری صنعتونو په اوږدو کې د صنعت مشرانو ، متشبثینو ، مخیرینو او سازمانونو غوره والی لمانځي چې د سیمې په پرمختګ او سوکالۍ کې یې د پام وړ مرسته کړې. د دې جایزې موخه د هند او د خليجدهمکارۍشوراهیوادونو ترمنځ پیاوړې اړیکې رامینځته کول دي، هغه لاسته راوړنې په ګوته کوي چې په اقتصادي اړیکو ژور اغیزه لري.

د هند د اقتصادي سوداګرۍ سازمان رييس اصف اقبال د راس الخیمه اقتصادي زون د غیر معمولي سوداګریزو خدماتو او هندي متشبثینو سره د ملاتړ لپاره چې په متحده اماراتو کې د دوی عملیات رامینځته کولو یا پراخولو په لټه کې دي ستاینه وکړه. هغه وویل، "د ډیرو کلونو راهیسې، راس الخیمه اقتصادي زون د هندي سوداګرو مالکینو ته د متحده عربي اماراتو بازار ته د ننوتلو او د ټول ترتیب شوي سفر سره د هغوی سره د مرستې لپاره الرښوونه کړې ده. د هند-متحده عربي اماراتو سوداګریزو اړیکو ته وده ورکولو کې دا ډول ملاتړ، په ځانګړې توګه د هراړخیز اقتصادي مشارکت تړون (سۍاۍپۍاې) په رڼا کې، د متقابل سوکالۍ او پرمختګ دوام ته لاره هواروي.

د راس الخیمه اقتصادي زون ګروپ اجرایوي رییس رامي جلاد وویل، "د مخکښ سیمه ایز اقتصادي زون په توګه پیژندل د سوداګرۍ غوره والي ته د راس الخیمه اقتصادي زون ژمنتیا او د نړیوالې سوداګرۍ په وده او په راس الخیمه کې د بهرنۍمستقيمېپانګونې راجلبولو کې د پام وړ رول منعکس کوي. هند د راس الخیمه لپاره د بهرنۍمستقيمېپانګونېیوه مهمه سرچینه پاتې شوې او راس الخیمه اقتصادي زون په فعاله توګه هندي تصدیو ته اسانتیاوې برابروي ترڅو په سیمه کې پراخه فرصتونه وکاروي. د 5,300 څخه زیاتو هندي شرکتونو غوره شوی مرکز د راس الخیمه اقتصادي زون وړتیا باندې د هندي پانګوالو باور په ګوته کوي چې د ودې او پراختیا لپاره د کتلست په توګه کار کوي، د سوداګرۍ لپاره یو پیاوړی پلیټ فارم وړاندې کوي ترڅو په سیالۍ نړیوال بازار کې وده وکړي.

راس الخیمه اقتصادي زون د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د لومړي ځای په توګه ولاړ دی، د مختلفو سکټورونو څخه د ټولو ظرفیتونو د سوداګرۍ اړتیاوو پوره کولو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پراخه لړۍ وړاندې کوي. د ودې، نوښت او سوکالۍ لپاره د یو مناسب چاپیریال د رامینځته کولو لپاره د هغې ژمنې سیمې ته د پام وړ هندي سوداګرۍ راجلبولو کې مهم رول لوبوي، په دې توګه د متحده عربي اماراتو او هند ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي.

ترجمه: ګوهررحيم