د متحده عربي اماراتو د مرستو 11 لارۍ کاروان د غزې تړانګې ته د "ګيلنټ نايټ3" عملیاتو د یوې برخې په توګه داخل شو

العریش، 21 فبروري، 2024 (وام) -- د اماراتو د مرستو کاروان نن سهار د مصر د رفح له لارې غزې تړانګې ته د "ګيلنټنايټ3" د بشري عملیاتو د یوې برخې په توګه داخل شو چې په اوسنیو شرایطو کې د فلسطیني خلکو سره مرسته او راحته کوي. .

دغه کاروان 11 لارۍ لري چې 240 ټنه بشري مرستې پکې بار دي، چې په کې ژمنۍ جامې، خیمې، د کورنۍ توکي، خوراکي توکي او طبي توکي شامل دي.

متحده عربي امارات د غزې په تړانګه کې د فلسطین خلکو سره بشري مرستې ته دوام ورکوي، د دوی کړاوونه کموي، او د دوی اساسي اړتیاوې برابروي.

د 2024 کال د فبرورۍ تر 20مې نیټې پورې، د «ګيلنټنايټ3» بشردوستانه عملیاتو له لارې د فلسطین خلکو ته د اماراتو مرستې د 165 کارګو الوتکو، دوو بار وړونکو کښتیو او 476 لاریو له لارې له 15,809 ټنو څخه زیاتې شوې. د غزې دننه د ساحوي روغتون لخوا د ترلاسه شوي قضیو شمیر 5,423 ته ورسید.

متحده عربي اماراتو په ورځ کې د 1.2 ملیون ګیلن تولید ظرفیت سره شپږ د پاکولو کارخانې جوړې کړې چې د غزې خلکو ته ګټه رسوي. سربیره پردې، د غزې تړانګې ته د ننوتلو لپاره پنځه اتوماتیک بیکرۍ د مصر العریش ښار ته لیږل شوي دي.

ترجمه: محمدسليمان