متحده عربي امارات د کراټې نړیوال پرمختګ یو مهم ملاتړی: د نړیوال کراټې فدراسیون رییس

فجیره، 22 فبروري، 2024 (وام) -- د کراټې 1 ځوانانو لیګ دوهمه نسخه - فجیره 2024 نن په فجیره کې پیل شوه.

دغه سیالۍ د فجیره د ولیعهد جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن محمد الشرقي تر سرپرستۍ لاندې د فبرورۍ له 22 مې نیټې څخه تر 25 مې نیټې پورې ترسره کیږي.

د غونډې پرانسته د نړیوال کراټې فدراسیون (ډبليوکېايف) رییس انتونیو اسپینوس او د متحده عربي اماراتو او آسیایي کراټې فدراسیونونو رییس بریګیډیر ناصر عبدالرزاق الرزاقي او د نړیوال کراټې فدراسیون مرستیال رییس او د ملي فدراسیونونو یو شمیر رییسانو ګډون درلود.

اسپینوس د نړیوال کراټې فدراسیون سره د متحده عربي اماراتو د همکارۍ لپاره مننه وکړه، ټینګار یې وکړ چې دا د سپورت د نړیوالې پراختیا یو له مهمو ملاتړو څخه دی، او په ټوله نړۍ کې د کراټې د خپریدو په بریالیتوب کې مرسته کوي.

هغه بیا د اماراتو د کراټې فدراسیون د بریګیډیر الرزوقي په مشرۍ د اتلولۍ د تنظیم کمیټې او کارمندانو د کار ستاینه وکړه.

نوموړي دغه څرګندونې د ټورنمنټ لپاره د دوی د چمتووالي او همدارنګه د نړیوالو ریفریانو د چمتووالي د ډاډ په موخه د نړیوال کراټې فدراسیون د ریفریانو او تخنیکي کمیټو له غړو سره د لیدنې پر مهال وکړې.

د نړیوال لیګ لومړۍ ورځ د 14 عربي هېوادونو په ګډون د 78 هېوادونو د ګډون شاهده وه. مصر د 274 سیالیو سره د ګډون کونکو شمیر له مخې په عربي او نړیوالو دواړو کې د ګډون کونکو هیوادونو په لیست کې لومړی ځای لري.

د چیمپین شپ په لومړۍ ورځ کې د کاتا او کمیټ سیالیو کې د 21 کلنو کټګورۍ سیالۍ شاملې وې.

د اماراتو کلبونه د ټورنمنټ په ټولو کټګوریو کې د 108 سیالیو سره ګډون کوي، چې د نړۍ ډیری مخکښ سیالان پکې شامل دي.

نړیوال کراټې فدراسیون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ټولو سیالیو ته اجازه ورکوي، پشمول د ماشومانو، کوچنیانو، ځوانانو او د 21 کلونو څخه کم عمره، او هغه کسان چې د ملي ټیمونو او کلبونو سره تړاو لري، په ټورنمنټ کې برخه واخلي.

ترجمه: ګوهررحيم