ابوظهبي، 26 فبروري، 2024 (وام) --د چين د سوداګرۍ وزير وانګ وين تاو د يکشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د د وزیرانو 13م کنفرانسکې وويل چې چين غواړي له ټولو خواوو سره ګډ کار وکړي چې لا زياتې عملي پايلې تر لاسه کړي.
وين تاو په ابوظبي کې د نړيوال سوداګريز سازمان له عمومي رئيس نګوزي اوکونجو-ايوالا سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چين د يو لړ مهمو نوښتونو ملاتړ کوي چې په کې د نړيوال سازمان د شخړو د حل د ميکانيزم د عادي فعاليت د بيا رغولو په شمول.
همدارنګه، د کرنې د خبرو اترو لپاره د کاري پلان په جوړولو، د خوراکي توکو د خوندیتوب په اړه د لږو پرمختللو هیوادونو او خالص خوراکي توکو واردوونکو هیوادونو اندیښنو ته د رسیدو او د ماهیانو د سبسایډي په اړه د موافقتنامې د دویم پړاو پای ته رسیدو په اړه بحثونه وشول.
وانګ وويل، چين د نړيوال سوداګريز سازمان په حقوقي چوکاټ کې د پرمختګ لپاره د پانګونې د اسانتيا په اړه د موافقتنامې د شاملولو ملاتړ کوي، د بريښنايي لېږد په اړه د ګمرکي تعرفو د محدوديت ساتلو، ژر تر ژره د برېښنايي سوداګريزو خبرو اترو د پای ته رسولو او د څو اړخيزو سوداګريزو مقرراتو د پرمختګ وختونه ملاتړ کوي.
د غونډې په ترڅ کې، اوکونجو-ايوالا هيله څرګنده کړه چې چين به د نړيوال سازمان د شخړو د حل د ميکانيزم د اصلاح او د ماهيانو د سبسایډي د دوهم پړاو په شمول د مسايلو په اړه په خبرو اترو کې مخکښ رول ولوبوي او د وزیرانو 13م کنفرانس برياليتوب لپاره به لا زياتې مرستې وکړي.
دا څلور ورځنۍ غونډه وزیران او لوړ پوړي چارواکي سره یوځای کوي ترڅو د نړیوال سوداګرۍ مقرراتو او مقرراتو په اړه بحث وکړي.
ترجمه: محمدسليمان