انور ګارګش د نړیوال اقتصادي فورم مشر سره وکتل

ابو ظهبي، 27 فبروري 2024 (وام) -- د متحده عربي اماراتو د ولسمشر ډیپلوماټیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش نن د نړیوال اقتصادي فورم (ډبليواۍيف) له رییس بورګ برینډ سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ګډو اندېښنو پر یو لړ موضوعاتو سربېره، د متحده عربي اماراتو د حکومت او نړیوال اقتصادي فورم ترمنځ د همکارۍ او مشارکت پر لارو چارو، د اقتصادي مسایلو په اړه د وروستیو پرمختګونو او اوسنیو پرمختیايي ننګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ډاکټر ګارګش د مخابراتو په پیاوړتیا، د دولتونو او د عامه او خصوصي سکتورونو ترمنځ د پلونو په جوړولو او همدارنګه د اقتصادي ودې او پراختیایي مسلو په اړه د تجربو تبادله کې د فورم لخوا لوبول شوي رول ستاینه وکړه.

ترجمه: ګوهررحيم