متحده عربي اماراتو او پاکستان د کرنې د نوښت او څیړنې د ودې لپاره تفاهم لیک لاسلیک کړ

ابوظهبي، 27 فبروري، 2024 (وام) -- متحده عربي اماراتو او د پاکستان اسلامي جمهوریت په ابوظهبي کې د تفاهم یو یادداشت لاسلیک کړ چې موخه یې د خرما د کښت او اړوند صنعت د بیلابیلو اړخونو پراختیا او ترویج پورې اړوند د کرنې نوښت او تحقیق ته وده ورکول دي.

د دې تړون د لاسلیک مراسم د زغم او هماهنګۍ د وزیر شیخ نهیان بن مبارک آل نهیان شاهد وو.

په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي او د خرما او کرنې د نوښت لپاره د خلیفه نړیوالې جایزې سکرتر جنرال ډاکټر عبدالوهاب زید دغه تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د تفاهم یادښت به د دواړو خواوو ترمنځ د ګډې همکارۍ او د تخصص په شریکولو کې مرسته وکړي. دا به پاکستاني بزګرانو ته دا فرصت هم برابر کړي چې د خرما کښت زیات کړي په شمول د اختراعي نظریاتو له لارې.

د یو مخکښ په توګه، متحده عرب امارات به پاکستان ته د خرما کښت زیاتولو لپاره ټیکنالوژیکي ملاتړ چمتو کړي ځکه چې د پاکستان بډایه ټاپوګرافي په دې برخه کې لوی امکانات وړاندې کوي. د دې تفاهم لیک سره سم، د پاکستان لومړی نړیوال تاریخي خرما فیستیوال 2024 به هم تنظیم شي.

پاکستان او متحده عرب امارات د ورورولۍ اړیکې لري او د سیاسي، اقتصادي، زراعتي، کلتوري او د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ په شمول په یو لړ دوه اړخیزو ګټورو همکاریو پروژو باندې بوخت دي.

ترجمه: ګوهررحيم