د اماراتو سرې میاشتې د حضرموت په لوړو سیمو کې د اوسیدونکو لپاره د ژمي د جامو کمپاین پای ته ورساوه

مکلا، 28 فبروري، 2024 (وام) -- د اماراتو سرې میاشتې (اۍآرسۍ) خپل کمپاین پای ته ورساوه ترڅو په یمن کې د حضرموت واليت په لوړو سیمو کې د سختې سړې څپې لخوا اغیزمن شوي اوسیدونکو سره مرسته وکړي. دې بشردوستانه نوښت د پیوستون او شفقت روحیه څرګنده کړه.

دا کمپاین په لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې 6,612 زده کونکو ته رسیدلی چې د هراړخیز اړتیاو ارزونو له لارې پیژندل شوي.

د ژمي د جامو د توزیع سربیره، د اماراتو سرې میاشتې ګرځنده طبي کلینیک اړین طبي پاملرنې چمتو کړي، پداسې حال کې چې د پوهاوي ناستې ترسره کوي او رواني ملاتړ وړاندې کوي ترڅو د سختو شرایطو له امله زیات شوي فشار او اندیښنې کم کړي.

ګټه اخیستونکو د اماراتو سرې میاشتې له هڅو څخه د هغو کسانو سره د مرستې په برخه کې چې د یخنۍ څپې او د هوا له ننګونو سره مخ دي، په شمول د ریکارډ ټیټ تودوخې څخه مننه څرګنده کړه.

ترجمه: محمدسليمان