متحده عربي امارات د کوچنۍ او منځنیو تصدیو پیاوړتیا کې مخکښ: د نړیوال سوداګریز مرکز اجرایوي رییس

ابو ظهبي، 28 فبروري، 2024 (وام) -- پامیلا روزمیري کوک-همیلټن، د نړیوال سوداګریز مرکز اجرایوي رییس (اييټۍسۍ) وویل چې متحده عربي امارات د کوچنۍ او منځنیو تصدیو (ايسايمايز) په ملاتړ او پیاوړتیا کې مخکښ دی.

په ابوظبي کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان (ډبليوټۍاو) د 13م وزیرانو کنفرانس (ايمسۍ13) په جریان کې د کوچنۍ او منځنیو تصدیو په کنفرانس کې د وینا پر مهال، هیملټن د متحده عربي اماراتو د کوچنۍ او منځنیو تصدیو د ملاتړ او د ښځو پیاوړتیا لپاره د هڅو ستاینه وکړه.

هغې زیاته کړه، متحده عربي اماراتو ډیری اړونده پروګرامونه پیل کړي او نور هیوادونه یې هڅولي چې د دې مثال څخه زده کړي، ځکه چې کوچنۍ او منځنیو تصدیو اکثرا کافي ملاتړ نلري.

په متحده عربي اماراتو کې د کوچنۍ او منځنیو تصدیو شمیر د 2022 په پای کې 557,000 ته ورسید، د یو هوښیار پلان سره سم چې تر 2030 پورې به ټولټال یو ملیون شرکتونو ته ورسیږي.

د اقتصاد وزارت په وینا، کوچنۍ او منځنیو تصدیو د متحده عربي اماراتو د غیر تیلو جۍډۍپۍ کې 63.5 سلنه ونډه لري.

ترجمه: ګوهررحيم