د متحده عربي اماراتو ولسمشر د نړۍ د اوبو کمښت ته د رسیدو لپاره نوښت رامینځته کړ

ابوظهبي، 29 فبروري، 2024 (وام) -- د متحده عربي اماراتو د ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان تر لارښوونې لاندې، د محمد بن زاید د اوبو نوښت نن په ټوله نړۍ کې د اوبو د کمښت د بیړنۍ ننګونې سره د مقابلې لپاره پیل شو

د دې نوښت موخه د اوبو د کمښت د بحران د شدت په اړه د پوهاوي لوړول او د هغو ننګونو سره د مقابلې لپاره د تخنیکي نوښت سرعت ګړندۍ کول دي. بله موخه د بحران د حل لپاره د نړیوالې همکارۍ ساحه پراخه کول او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د ګټې لپاره پانګه اچونه ده.

د دې نوښت مشري به د جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو وزیر ؛ او د اجراییوي چارو د ادارې د رییس جلالتماب خلدون خلیفه المبارک په مشرۍ وي.

د بورډ غړو کې جلالتمآب سهیل بن محمد المزروي، د انرژۍ او زیربناوو وزیر ؛ جلالتماب محمد حسن السویدي، د پانګونې وزیر؛ جلالتمآب آمنه بنت عبدالله الدحاک الشمسي، د اقلیم د بدلون او چاپیریال وزیر؛ جلالتمآب مریم بنت محمد سعید حریب المهیري، د ولسمشرۍ په محکمه کې د نړیوالو چارو دفتر مشر؛ جلالتمآب فیصل عبدالعزیز البنای، د پرمختللې ټیکنالوژۍ د څیړنې شورا عمومي منشي؛ جلالتماب عبدالله احمد بالالا، د بهرنیو چارو وزارت د انرژۍ او پایښت په چارو کې د وزیر مرستیال؛ ډیویډ سکاټ، د اجرایوي چارو د ادارې د رییس سلاکار؛ او ری ډیلیو، د برج واټر ایسوسی ایټس بنسټ ایښودونکی شامل دي.

ترجمه: محمدسليمان