متحده عربي امارات په باکو کې د جنوبي ګاز دهلیز مشورتي شورا په 10 مه وزیرانو غونډه کې ګډون کوي

باکو، 3 مارچ، 2024 (وام) -- د انرژۍ او زیربناوو وزیر سهیل بن محمد المزروعي د متحده عربي اماراتو د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اذربایجان جمهوریت ته لاړ چې د جنوبي ګاز دهلیز (ايسجۍسۍ) مشورتي شورا د وزیرانو په لسمه غونډه او د شنو انرژی مشورتي شورا دویمه د وزیرانو غونډه کې ګډون وکړي.. دغه غونډه د اذربایجان جمهوریت د جمهور رئیس الهام علییف له خوا پرانیستل شوه، د انرژۍ، نفتو او ګازو وزیرانو، د 23 هېوادونو لوړ پوړو چارواکو او حکومتي استازو، څه باندې 10 نړیوالو سازمانونو او 44 شرکتونو ګډون کړی و.

د آذربایجان جمهور رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې جنوبي ګاز دهلیز چې له دریو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د بریالیتوب کیسه وبلله، په ځانګړې توګه دا چې د یوروشیا له مهمو زیربنایي پروژو څخه ده، د انرژۍ د امنیت په ټینګښت او همکارۍ ته وده ورکولو کې یې پر رول ټینګار وکړ.

د دغه سفر په څنډه کې المزروعي او ورسره ملګري پلاوي چې په اذربایجان کې د متحده عربي اماراتو سفیر محمد مراد البلوشي هم په کې شامل وو، د اذربایجان جمهوریت د اقتصاد وزیر او د متحده عربي اماراتو او اذربایجان د بین الحکومتي کمیسیون له رئیس میکایل جباروف سره وکتل. د سوداګرۍ او تخنیکي همکاریو او د آذربایجان د انرژۍ وزیر پروېز شهبازوف د خپلو هېوادونو د همکاریو په اړه په ټولو برخو په ځانګړې توګه د اقتصادي، انرژۍ، د تجدید وړ انرژۍ او د انرژۍ د امنیت په برخو کې خبرې وکړې.

د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربنا وزیر ټینګار وکړ هغه څه چې د متحده عربي اماراتو او اذربایجان سره یو ځای کوي ژورې او پراخې اړیکې دي چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو څخه بهر دي، ځکه چې دا د دواړو هیوادونو د رهبرانو له ملاتړ څخه برخمن دي او د نوي کیدونکي انرژی او دوامدار پرمختګ پر بنسټ جوړ شوي سوکاله راتلونکي ډاډمن کولو لپاره لید د ګډو ګټو تر پښو لاندې کیږي.

د متحده عربي اماراتو په پلاوي کې د دولتي ادارو او خصوصي سکټور لوړ پوړي چارواکي ، په شمول د انرژۍ او زیربنا وزارت، مصدر، ؛ادنوک او د ابوظبي ملي انرژي شرکت (طقا) شامل وو.

ترجمه: محمدسليمان