متحده عربي اماراتو په لویدیځه غاړه او بیت المقدس کې د اسراییلو لخوا د نویو میشت ځایونو تصویب غندلی دی

ابوظبي، 7 مارچ، 2024 (وام) -- متحده عربي اماراتو په لویدیځه غاړه او اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د 3,500 نوي میشت ځایونو د جوړولو لپاره د اسراییلو د حکومت تصویب په کلکه غندلی او د اشغال شوي فلسطین خاورې د تاریخي او قانوني حیثیت د بدلولو په هدف یې د ټولو اقداماتو رد کړی دی.

په یوه بیان کې، د بهرنیو چارو وزارت (ايماوايفاې) د متحده عربي اماراتو د نړیوال مشروعیت د پریکړو څخه د سرغړونې په برخه کې د ټولو کړنو په کلکه رد کړی، چې په سیمه کې د لا زیاتې کړکیچ او بې ثباتۍ ګواښ کوي او د سولې او ثبات د لاسته راوړلو لپاره د هڅو مخه نیسي.

وزارت په منځني ختیځ کې د سولې د پروسې د پرمخ بیولو لپاره د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو هڅو د ملاتړ او همدارنګه د غیرقانوني کړنو د پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د دوو دولتونو حل او د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره ګواښ کوي.

وزارت د سولې، عدالت او د فلسطین د خلکو د حقونو د تحقق په برخه کې د متحده عربي اماراتو پر ټینګې ژمنې ټینګار وکړ.

دغه وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې سمدستي اوربند ته د رسېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي، څو د نورو تلفاتو مخه ونیول شي، په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د حالاتو د غوړېدو مخه ونیول شي او د یوې هراړخیزې او عادلانه سولې د ترلاسه کولو لپاره خپلې ټولې هڅې ګړندۍ کړي.

ترجمه: محمدسليمان