ابوظبي، 8 مارچ ، 2024 (وام) -- د دفاع وزارت د ګډو عملیاتو قوماندې اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو د هوايي ځواک او د مصر د هوايي ځواک لخوا د بشري او مرستندویه مرستو پنځم هوايي ډراپ په شمالي غزې تړانګه کې د " نیکمرغۍ مرغیو" عملیاتو د یوې برخې په توګه بشپړ شوی.د دې عملیاتو موخه د جنګ ځپلو فلسطینیانو د کړاوونو کمول دي.
د دواړو هیوادونو ګډو ټیمونو د الوتکو په کارولو سره عملیات ترسره کړل چې شاوخوا 62 ټنه خوراکي او طبي مرستې یې لیږدولې چې د عملیاتو له پیل راهیسې ټولټال 231 ټنو ته رسیدلی.
عملیات "د نیکمرغۍ مرغۍ" د "ګيلنټنايټ3" د بشردوستانه عملیاتو یوه برخه ده چې د 2023 کال د نومبر په 5 نیټه د ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید ال نهیان په لارښوونو سره پیل شوې.
تر دې دمه د ګډو عملیاتو قوماندې هوایی پله د یوې برخې په توګه د لیږلو الوتکو شمیر 179 ته رسیدلی ، د 2 کښتیو سربیره ، په ټولیز ډول 16,121 ټنه بشري مرستې چمتو شوي.
دا عملیات چې څو اونۍ به دوام وکړي، د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره د متحده عربي اماراتو او مصر د همغږۍ کچه ښیي. دا د غزې په تړانګه کې د سختو شرایطو په رڼا کې د فلسطین خلکو سره د مرستې لپاره د عرب پیوستون په چوکاټ کې هم راځي.
ترجمه: محمدسليمان