ابو ظهبي، 9 مارچ 2024 (وام) -- متحده عرب اماراتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه پریکړه لیک هرکلی وکړ چې په سوډان کې ، د بشري وضعیت د دوامداره خرابیدو په رڼا کې د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې هیله څرګنده کړې چې دا ګام به د سوډان د اړخونو ترمنځ د کړکیچ د پای ته رسولو، د سوډانیانو د لا زیاتو کړاوونو د مخنیوي او زیانمنو سیمو ته د مرستو او بشري مرستو په رسولو کې د اسانتیا لامل شي. په ځانګړې توګه د ډیرو زیان منونکو ډلو لپاره، په شمول ناروغان، ماشومان، زاړه او ښځې.
وزارت د تاوتریخوالی د کمولو، اوربند ته د رسیدو او د سیاسی خبرو اترو د پیلولو لپاره د ټولو هڅو لپاره په خپل ثابت ملاتړ ټینګار وکړ چې د سولې، خوندیتوب او امنیت بیا رغونه اسانه کوي او د ثبات او سوکالۍ لپاره د سوډان د وروڼو خلکو هیلې پوره کوي.
ترجمه: ګوهررحيم