د اماراتو درېیمه بېړۍ غزې ته روانه شوه

ابوظبي، 11 مارچ، 2024 (وام) -- د الظفره سیمه کې د واکمن استازي او د اماراتو د سرې میاشتې (اۍ آر سۍ) مشر جلالتمآب شیخ حمدان بن زاید آل نهیان په لارښوونو او د "ګيلنټ نايټ3" برخې په توګه د عملیاتو په ترڅ کې به د اماراتو دریمه مرستندویه بیړۍ په راتلونکو دوو ورځو کې د متحده عربي اماراتو له الرې مصر ته ولاړه شي.

دغه بېړۍ به د غزې له خلکو سره د مرستې په موخه 4,500 ټنه بېلابېل امدادي مواد چې خوراکي مواد، طبي سامانونه، د ماشومانو لپاره غذايي مواد، ژمني جامې، د سرپناه مواد او نور ضروري توکي پکې بار دي.

د مرستې کښتۍ لیږلو لپاره د شیخ حمدان لارښوونې د "ګيلنټ نايټ3" عملیاتو د یوې برخې په توګه د هیواد د بشردوستانه هڅو سره سمون لري، چې موخه یې د مرستې چمتو کول او په غزه کې د وروستیو پیښو له امله اغیزمنو خلکو ته جدي اړتیاوې حل کول دي.

دا نوښت په غزه کې د فلسطین خلکو سره د مرستې لپاره د متحده عربي اماراتو بشردوستانه ژمنې هم په ګوته کوي، او د دریمې کښتۍ د لیږلو وخت د روژې د مبارکې میاشتې له پیل سره سمون لري، په دې موده کې د غزې د خلکو اړتیاوې پوره کول.

په ځمکه کې د اۍ آر سۍټیمونو سره په همکارۍ ، د غزې سیمو ته د کښتۍ مرستې کارګو مؤثره توزیع ډاډ ترلاسه کولو لپاره یو جامع پلان مسوده شوی چې د وروستیو پیښو لخوا خورا اغیزمن شوي. اۍ آر سۍ په بشپړه توګه ژمن دی چې د پام وړ بشري ننګونو ته د رسیدو لپاره چې فلسطینیان ورسره مخ دي، په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه میاشت کې د کافي خوراکي توکو په برابرولو تمرکز کوي.

د 2023 کال په ډسمبر کې متحده عربي اماراتو د بشري عملیاتو د یوې برخې په توګه ال آریش ته خپله لومړنۍ مرستندویه کښتۍ ولیږله. دغې کښتۍ 4,016 ټنه بېلابېل امدادي توکي، چې 3,465 ټنه خوراکي توکي، 420 ټنه د سرپناه مواد او 131 ټنه طبي توکي پکې وو، بار کړل.

په فبرورۍ کې د مرستې یوه بله کښتۍ واستول شوه، په دوهمه بیړۍ کې 4,303 ټنه خوراکي توکي، 154 ټنه د سرپناه مواد، او 87 ټنه طبي توکي انتقال شول.

ترجمه: ګوهررحيم