دوبۍ، 3 جنوري، 2023 (وام) -- جلالتمآب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشراو لومړي وزیر او د دوبۍ واکمن، نن د 2024 کال د عرب ستراتیژۍ فورم کې ګډون وکړ، چې د "عرب نړۍ سیاسي او اقتصادي حالت" تر عنوان لاندې جوړیږي.
جلالتمآب په سیمه کې د خپلو شخړو د حل او د هراړخیز سوکالۍ د لاسته راوړلو لپاره د خپلو خلکو هڅې سره یوځای کولو لپاره د سیمې بیړنۍ اړتیا په ګوته کړه. شیخ محمد وویل، د سیمې امنیت او سوکالي له یو بل سره تړلې ده، او دا د هر چا ګډ مسؤلیت دی چې د راتلونکو نسلونو لپاره د ښه سبا په جوړولو کې ونډه واخلي.
جلالتمآب همداشان ټینګار وکړ چې د سیمه ایز ثبات او سوکالۍ لپاره له نړیوالو قطبی سیاستونو سره له یو ځای کیدو څخه ډډه کول مهم دی. سربیره پردې، شیخ محمد څرګنده کړه چې فلسطین "زموږ په اجتماعي شعور کې" مهم ځای لري. هغه د لومړي هیواد په توګه د متحده عربي اماراتو رول په ګوته کړ چې د جګړې د پای ته رسولو، د ملکي خلکو د ژوند خوندیتوب او په فعاله توګه د غزې په تړانګه کې خلکو ته د بشري مرستو چمتو کولو غوښتنه کوي.
شیخ محمد د جنګونو د لوړ انساني او منابعو لګښتونو ته په اشارې سره، د روانې جګړې د پای ته رسولو او تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره د ډیرو هڅو په ترسره کولو ټینګار وکړ.
په دې فورم کې د دوبۍ ولیعهد او د دوبۍ د اجراییوي شورا رییس جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن راشد آل مکتوم هم ګډون درلود؛ جلالتمآب شیخ احمد بن محمد بن راشد المکتوم، د دوبۍ دویم مرستیال او د دوبۍ د رسنیو د شورا رییس؛ لوی درستیز جنرال جلالتمآب شیخ سیف بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر؛ جلالتمآب شیخ احمد بن سعید المکتوم، د دوبۍ د ملکي هوايي چلند ادارې رییس، د دوبۍ د هوايي ډګرونو رییس او د اماراتو د هوايي شرکت او ګروپ مشر او اجرایوي مشر؛ جلالتمآب شیخ منصور بن محمد بن راشد المکتوم، د دوبۍ د سپورټ شورا رییس؛ او د شهزاده ترکي الفیصل بن عبدالعزیز آل سعود، د پاچا فیصل د څیړنو او اسلامي مطالعاتو مرکز د رییسانو بورډ رییس. په دې غونډه کې یو شمېر وزیرانو، لوړ پوړو چارواکو، ستراتیژیکو کارپوهانو او د سیاست او اقتصاد په برخو کې د نړۍ مشهورو فکري مشرانو هم حضور درلود.
شیخ محمد وویل چې د متحده عربي اماراتو ځانګړی جغرافیایي موقعیت د هیوادونو ترمنځ د بشري او کلتوري تبادلو لپاره د اغیزمن پل په توګه موقعیت لري. هغه یادونه وکړه چې متحده عربي امارات د هیوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو لیدونو کې تنوع ته ارزښت ورکوي، د بحرانونو او پرمختیایي ننګونو سره د مبارزې لپاره ستراتیژیک چلند ساتي. هغه زیاته کړه، اقتصادي او سیاسي بحرانونه چې ملتونه ورسره مخ دي، د دوی د لیدلو ستونزو سره سره موقتي دي.
"شیخ محمد وویل "موږ ډاډه یو چې په راتلونکو کلونو کې به د خلیج د همکارۍ شورا (جۍسۍسۍ) هیوادونه په سیمه ایزه او نړیواله کچه خپل نفوذ پیاوړي کولو ته دوام ورکړي. دوی به د اقتصادي تنوع په برخه کې نوي افقونو ته هم لاره پیدا کړي، چې تمه کیږي د سیمې او نړۍ په خلکو به مثبته اغیزه ولري.
د خپل ښه راغلاست وینا په ترڅ کې، د کابینې د چارو وزیر او د عرب ستراتیژۍ د فورم مشر محمد بن عبدالله الجرګوي، د سیمې او نړۍ د راتلونکي لپاره درې رجحانات په ګوته کړل. پدې کې د فلسطین مسلې پورې اړوند پرمختګونه او په غزه کې شخړه، د نړیوالو اقتصادي قدرتونو او د نړیوالو مسلو په حل کې د اغیزمن شریکانو په توګه د خلیج د همکارۍ شورا هیوادونو راڅرګندیدل، او نه یوازې په نړیواله کچه بلکې په ټولنو کې د قطبي کیدو زیاتیدونکي شدت شامل دي.
په فورم کې د هغه د شاهي عالي شهزاده ترکي الفیصل بن عبدالعزیز آل سعود په ګډون یو شمیر مشهور ویناوالو ؛ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر دیپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش؛ نبیل فهمي، د مصر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر؛ ډاکټر غسان سلام، د پاریس د نړیوالو چارو د ښوونځي بنسټ ایښودونکی؛ د پیسو نړیوال صندوق د منځني ختیځ او مرکزي اسیا رییس ډاکټر جهاد ازور؛ فرانسیس فوکویاما، د سیاسي علومو پروفیسور؛ پروفیسور ویتالي نومکین، د ختیځ مطالعاتو د انستیتیوت رییس؛ ډاکټر عبدالعزیز صغیر، د خلیج د څیړنې مرکز رییس؛ د لندن د اقتصاد او سیاسي علومو په ښوونځي کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور ډاکټر فواز ګیرس؛ ډاکټر پاراګ کهنه، د فیوچر میپ بنسټ ایښودونکی مدیر، او باسم یوسف د نورو په منځ کې هم ګډون درلود.
ترجمه: محمدسليمان