ابوظبي، 3 جنوري ، 2023 (وام) -- د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون او اوکراین جمهوریت ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اړه د متحده عربي اماراتو منځګړیتوب بریالیتوب اعلان کړ.
وزارت ټینګار وکړ چې د منځګړیتوب د هڅو بریا د متحده عربي اماراتو او روسیې فدراسیون او اوکراین جمهوریت ترمنځ د قوي دوستانه اړیکو انعکاس دی چې په لوړه کچه د دوامداره تلیفونونو لخوا ملاتړ شوي او په پایله کې یې یو له بل سره د اړیکو د ښه کیدو لامل شو. د جګړې له پیل راهیسې د دواړو خواوو تر منځ د بندیانو تر ټولو لویه تبادله ده.
وزارت د روسیې او اوکراین له حکومتونو څخه مننه وکړه چې د روانې جګړې له امله د رامنځته شویو ننګونو سره سره، د تبادلې بهیر د بریالیتوب لپاره د متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅو ته ځواب ووایه.
وزارت د اوکرایین شخړې ته د سوله ایز حل موندلو په هدف د هڅو دوام ته د متحده عربي اماراتو ژمنتیا تایید کړه، د ډیپلوماټیک حل، خبرو اترو او د تاو تریخوالي د کمولو په اړه یې په خپل دریځ ټینګار وکړ، او د هغې هڅې د ټولو نوښتونو ملاتړ کوي چې د بحران له امله رامینځته شوي بشردوستانه اغیزې کموي.
ترجمه: ګوهررحيم