د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال 84 تورن کسان چې زیاتره یې د اخوان المسلمین په ترهګریز سازمان پورې تړلي وو، دولتي امنیتي محکمې ته معرفي کړل

ابو ظهبي، 6 جنوري، 2024 (وام) - د متحده عربي اماراتو لوی څارنوال ډاکټر حمد سیف الشمسي 84 تورن کسان چې زیاتره یې په متحده عربي اماراتو کې د اخوان المسلمین د ترهګریز سازمان غړي دي، د ابوظبۍ د استیناف فدرالي محکمې (دولتي امنیت محکمې) ته د تورونو د محاکمې لپاره راجع کړي دي، د متحده عربي اماراتو په خاوره کې د تاوتریخوالی او تروریستي اعمالو د ترسره کولو لپاره د یو بل پټ سازمان جوړول.

تورنو کسانو مخکې له دې چې د 2013 کال د دولتي امنیت په (17) قضیه کې ونیول شي او محاکمه شي دا جرم او شواهد یې پټ کړي وو.

لویې څارنوالۍ د دې جرم د جزیاتو په اړه د تحقیقاتو امر وکړ چې د بشپړ تحقیق له لارې راټول شوي شواهد په پام کې ونیول شي، د هر شکمن لپاره قانوني استازیتوب ټاکل شوی.

له نږدې شپږو میاشتو تحقیقاتو وروسته چې د جرم جزئیات یې په دقت سره افشا کړل، د کمیسیون د کافي شواهدو په وړاندې کولو سره، لویې څارنوالۍ تورن کسان محاکمې ته راجع کړل. د دولتي امنیت محکمې بیا د قضیې په اړه عامه محاکمه پیل کړه او د هر تورن لپاره یې وکیل وټاکه چې قانوني استازیتوب نه لري. محکمې د شاهدانو اوریدل هم پیل کړي او د عامه محاکمې کړنلارې لاهم روانې دي.

ترجمه: محمدسليمان