ابو ظهبي، 2 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليوايچاو) عمومي رییس ډاکټر ټیډروس اډانوم غیبریوس سره وکتل.
د ابوظبۍ په قصر البحر کې د نن ورځې په ناسته کې، دواړو لورو د متحده عربي اماراتو او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ همکارۍ وڅیړلې، د نړیوالې روغتیایی همکارۍ په پیاوړتیا ټینګار وکړ، په ځانګړې توګه د نړۍ په پراختیا، امنیت او ثبات باندې د ناروغیو او وبا د جدي اغیزو په رڼا کې.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر د تیر کال په پای کې په متحده عربي اماراتو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس (کوپ28) د بریالۍ کوربه توب له امله جلالتمآب ته مبارکي وویله. هغه د کنفرانس په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کوپ پیښو کې د روغتیا سکتور ته د پام وړ پاملرنې ستاینه وکړه او د اقلیم د بدلون د روغتیا پایلو په نښه کولو کې یې د مثبت اغیز یادونه وکړه.
ډاکټر ټیډروس غیبریوس په نړیواله کچه د ناروغیو او وبا سره مبارزه کې د عالي عالي هڅو او د هغه د نوښتونو او د سازمان او د هغې د نړیوال روغتیایی برنامو په ملاتړ کې د متحده عربي اماراتو د رول لپاره ستاینه وکړه. هغه همدارنګه د غزې تړانګې ته د بشردوستانه او روغتیایی مرستو په برابرولو کې د متحده عرب اماراتو د اغیزمنو هڅو ستاینه وکړه، د متحده عرب اماراتو نوښت ته اشاره وکړه چې د سیمې څخه د 1,000 ماشومانو سره د دوی د کورنیو سره د متحده عربي اماراتو په روغتونونو کې د درملنې لپاره کوربه توب کوي. دا د روغتیا پاملرنې لپاره د سرطان د نورو 1,000 ناروغانو کوربه توب سربیره ، په غزه کې د بشپړ مجهز ساحوي روغتون رامینځته کول دي.
په دې غونډه کې د ابوظبۍ ولیعهد جلالتماب شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان ،صقر غباش، د فدرالي ملي شورا (ايفاينسۍ) رییس؛ جلالتماب شیخ طنون بن محمد آل نهیان، د العین په سیمه کې د واکمن استازی؛ جلالتماب شیخ سیف بن محمد آل نهیان؛ جلالتماب شیخ نهیان بن زاید آل نهیان، د زاید خیریه او بشردوستانه بنسټ د باوري بورډ رییس؛ لوی درستیز جنرال جلالتماب شیخ سیف بن زاید آل نهیان، د لومړي وزیر مرستیال او د کورنیو چارو وزیر؛ جلالتماب شیخ عمر بن زاید آل نهیان، د زاید بن سلطان النهیان خیریه او بشردوستانه بنسټ د باوري بورډ مرستیال؛ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر سلاکار ډاکټر جلالتماب شیخ سلطان بن خلیفه ال نهیان؛ جلالتماب شیخ طیب بن محمد بن زاید آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د پراختیا او شهیدانو د کورنیو چارو د دفتر رییس؛ جلالتماب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتماب شیخ زاید بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتماب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ د روغتیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ډاکټرې ماه برکات او همدارنګه یو شمېر شیخانو او لوړ پوړو چارواکو هم ګډون درلود.
ترجمه: محمدسليمان