ابوظبي، 2 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان نن د شیخه مهره بنت خالد بن سلطان ال نهیان په مړینه خواشیني ترلاسه کړه. په ابوظبۍ کې د تعزیت په مجلس کې له جلالتمآب سره جلالتمآب شیخ طنعون بن سعید آل نهیان او یو شمېر نورو شیخانو هم ملتیا کوله.
حاضرینو د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د مرحومې کورنۍ ته وړاندې کړل، روح ته یې د فردوس جنت او کورنۍ او مینه والو ته یې په دې وخت کې د جمیل صبر او زغم دعا وکړه.
د هغو کسانو په منځ کې چې خپله خواخوږي څرګندوي د العین په سیمه کې د واکمن استازی جلالتمآب شیخ طحنون بن محمد آل نهیان ؛ جلالتمآب شیخ سرور بن محمد آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ او شیخ نهیان بن مبارک آل نهیان، د زغم او هماهنګۍ وزیر، د یو شمیر شیخانو، لوړ پوړو چارواکو او اتباعو سرهشامل و
ترجمه: محمدسليمان