د متحده عربي اماراتو مشرانو د کیوبا ولسمشر ته د ملي ورځې مبارکي ورکړه

ابو ظهبي، 1 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د کیوبا ولسمشر میګویل ډیاز کانیل ته د خپل هیواد د ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام لیږلی دی.

جلالتمآب شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، مرستیال ولسمشر، لومړی وزیر او د دوبۍ واکمن، او جلالتمآب شیخ منصور بن زاید آل نهیان، د ولسمشر مرستیال، د لومړي وزیر مرستیال او د ولسمشرۍ د محکمې رییس هم ورته پیغامونه ولسمشر کانیل او د کیوبا لومړي وزیر مانویل ماریرو کروز ته په دې موقع استولي دي.

ترجمه: محمدسليمان