العریش، 31 دسمبر، 2023 (وام) – شیخ شخبوت بن نهیان بن مبارک آل نهیان، د اماراتو د بهرنیو چارو وزیر او ورسره ملګري پلاوي د مصر د عربي جمهوریت په العریش ښار کې د غزې تړانګې ته د اماراتو د مرستو له ګودامونو څخه لیدنه وکړه.
دا سفر د بشردوستانه عملیاتو ګيلنټنايټ3' برخه وه چې د ولسمشر جلالتمآب شیخ محمد بن زاید آل نهیان لخوا امر شوی و چې په غزه کې میشتو فلسطینیانو ته د مرستې چمتو کولو لپاره د متحده عربي اماراتو تاریخي دریځ منعکس کړي چې د وروڼو خلکو ملاتړ او مرسته وکړي. د فلسطین او په سختو شرایطو کې د دوی تر څنګ ودریږي.
شیخ شخبوت او ورسره ملګري پلاوي غزې ته د مرستو د رسولو لپاره د چمتووالي د میکانیزم په اړه د متحده عربي اماراتو د مرستو د ګودامونو د چارواکو توضیحات واورېدل. د وفد غړو د امدادي صندوقونو په تيارولو کښې هم برخه اخستې وه.
د متحده عربي اماراتو مرستې د "ګيلنټنايټ3" عملیاتو له لارې له 9,000 ټنو څخه ډیرې دي چې د 121 ځمکنیو لاریو ، کښتیو بارونو او 129 کارګو الوتکو له لارې تحویل شوې.
ترجمه: محمدسليمان