احمد آباد، 9 جنوري، 2024 (وام) -- د متحده عربي اماراتو ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان او د هند لومړي وزیر جلالتماب نریندرا مودي نن د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د لا پراختیا په هدف د یو شمیر تفاهم یادداشتونو (ايماويو) تبادلې شاهدان وو.
دا تبادله هند ته د جلالتماب د کاري سفر په جریان کې په احمد آباد، ګجرات کې وشوه.
په تړونونو کې شامل وو:
• د خوړو د کمپلکسونو په پراختیا کې د پانګونې همکارۍ لپاره د تفاهم یادداشت.
• د نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې د پانګونې همکارۍ لپاره د تفاهم یادداشت.
• د نوښت روغتیایی پاملرنې کې د پانګونې همکارۍ لپاره د تفاهم یادداشت.
• د دوامدار، شنو او موثرو بندرونو د جوړولو په اړه د تفاهم یادداشت.
د متحده عربي اماراتو لخوا، د پانګې اچونې د وزیر محمد حسن السویدي لخوا تفاهم لیکونه تبادله شول؛ او سلطان احمد بن سلیم، د ډۍپۍ ورلډ رییس او سی ای او. په دې تبادله کې د هند استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سوبرامانیم جیشنکر ،ډاکټر منسوخ مانډویا، د روغتیا او کورنۍ هوساینې وزیر؛ پشوپتی کمار پارس، د خوړو د پروسس صنعت وزیر؛ او راجکمار بینیوال، د هند د اداري خدماتو مرستیال اواجرايوۍرييسکاوه..
د تبادلې مراسم د بهرنیو چارو وزیر جلالتماب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان،جلالتماب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتماب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ علي بن حمد الشمسي، د ملي امنیت د عالي شورا منشي؛ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر دیپلوماتیک سلاکار ډاکټر انور ګارګش؛ ریم بنت ابراهیم الهاشمي، د نړیوالې همکارۍ د دولت وزیره؛ ډاکټر ثاني بن احمد الزیودي، د بهرنۍ سوداګرۍ د دولت وزیر؛ د دواړو خواوو یو شمیر نورو چارواکو سره شاهد وو.
ترجمه: ګوهررحيم