د متحده عربي اماراتو ولسمشر په هند کې د متحرک ګجرات په نړیواله سرمشریزه کې ګډون کوي

احمد آباد، 10 جنوري، 2024 (وام) -- ولسمشر جلالتماب شیخ محمد بن زاید آل نهیان د هند د لومړي وزیر جلالتمآب نریندرا مودي له بلنې وروسته په هند کې د متحرک ګجرات نړیوالې غونډې په 10مه نسخه کې ګډون وکړ.

په احمد آباد، ګجرات کې جوړه شوې، درې ورځنۍ سرمشریزه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دولت ډیری مشران، حکومتي چارواکي، پریکړه کونکي، او د سوداګرۍ او مالي متخصصینو ګډون کوي.

په سرمشریزه کې د وینا پر مهال، جلالتمآب د هند له لومړي وزیر څخه د بلنې لپاره مننه وکړه او هغه ته یې د سرمشریزې د شلمې کلیزې په مناسبت مبارکي وویله. د متحده عربي اماراتو ولسمشر یادونه وکړه چې د متحرک ګجرات نړیواله غونډه - چې لومړی د جلالتمآب نریندرا مودي لخوا تاسیس شوې وه - د اقتصادي ودې او پانګوونې په برخه کې د متخصصینو تبادلې لپاره یو مهم نړیوال فورم ګرځیدلی.

جلالتمآب د ګجرات اعلی وزیر جلالتمآب بھوپندرا پټیل ته هم د پرانیستې په مراسمو کې د هغه د بصیرتناکو څرګندونو له امله مننه وکړه.

د سرمشریزې ګډونوالو ته په خطاب کې، جلالتماب شیخ محمد وویل، "دا د خوښۍ ځای دی چې په دې سرمشریزه کې د هند او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زموږ ملګرو سره یوځای شو، چې د خپلو خلکو او ملتونو لپاره د سوکالۍ او پرمختګ لارې موندلو لپاره د ګډ سفر په لاره اچوو.

جلالتمآب د غونډې له ګډونوالو او تنظیم کوونکو څخه مننه وکړه، او د غونډې د بریالیتوب لپاره یې د یوې داسې پایلې په ترلاسه کولو کې خپلې نیکې هیلې څرګندې کړې چې د ټولو ګډون کوونکو لپاره د همکارۍ، پرمختګ او سوکالۍ سبب ګرځي.

په دغه سفر کې له جلالتمآب شیخ طحنون بن زاید آل نهیان، د ابوظبۍ مرستیال واکمن او د ملي امنیت سلاکار؛ جلالتمآب شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان، د بهرنیو چارو وزیر؛ جلالتماب شیخ حمدان بن محمد بن زاید آل نهیان؛ جلالتمآب شیخ محمد بن حمد بن طحنون آل نهیان، د ولسمشرۍ په محکمه کې د ځانګړو چارو سلاکار؛ جلالتماب علي بن حمد الشمسي، د ملي امنیت د عالي شورا منشي؛ جلالتمآب ډاکټر انور بن محمد ګارګش، د جلالتمآب ولسمشر دیپلوماتیک سلاکار؛ د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د دولت وزیره ریم بنت ابراهیم الهاشمي؛ جلالتماب محمد حسن السویدي، د پانګونې وزیر؛ جلالتمآب ډاکټر ثاني بن احمد الزیودي، د بهرنۍ سوداګرۍ د دولت وزیر؛ د نورو چارواکو سربیرهګډون درلود.

جلالتمآب د سرمشریزې ځای ته د ورځې په پیل کې د لومړي وزیر مودي لخوا ښه راغلاست ووایه ، د دواړو مشرانو سره په زړه پورې خبرو کې ښکیل شو او د رسمي عکسونو لپاره یې پوز وکړ.

ترجمه: محمدسليمان