ابو ظهبي، 10 جنوري، 2024 (وام) -- د کلتور او ګرځندوی ریاست - ابو ظهبي (ډۍسۍټۍ ابو ظهبي) د نړۍ ترټولو لوی کرهنیز درس تنظیمولو سره د ګینس نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
د البحیا په ګراسیا فارم کې ترسره شوي، درس د 290 څخه زیاتو ګډون کونکو متنوع لیدونکي ، پشمول د هوټل کارمندان، زده کونکي، د عضوي کرنې متخصصین، او تجربه لرونکي بزګران راټول کړل.
د ولسمشرۍ په محکمه کې د نړیوالو چارو د دفتر مشرې مریم بنت محمد المهیري حاضرینو ته یو ویډیويي پیغام شریک کړ، چې د ابوظبي د کرهنیز کلب مشرجلالتمآب شیخ احمد بن حمدان النهیان هم د غونډې ګډونوال وو.
سعید الظهري، ال عین او د کلتور او ګرځندوی ریاست ابوظهبي کې د الظفره سیمه ایز پراختیا ریاست رییس، پیښه پرانیستله. د ګینس ورلډ ریکارډ چارواکو په شتون کې د کلتور او ګرځندوی ریاست ابوظبي نړیوال ریکارډ ماتونکي نوښت د چاپیریال دوستانه کرنې میتودونو په اړه بحث وکړ، د عصري ټیکنالوژۍ څخه نیولې د اوبو لګولو نوښت سیسټمونو پورې چې د ابوظبي ځانګړي اقلیم لپاره ډیزاین شوي.
ډیپارټمنټ د ښکیلو بحثونو، لاسي ورکشاپونو، او متقابلو مظاهرو لپاره هم اسانتیاوې برابرې کړې، د ګډون کوونکو ځواکمن کول چې څنګه د امارات لپاره د زرغون راتلونکي په جوړولو کې په فعاله توګه مرسته وکړي.
ترجمه: ګوهررحيم