شارجه، 11 جنوري، 2024 (وام) -- جلالتمآب ډاکټر شیخ سلطان بن محمد القاسمي، د عالي شورا غړي، د شارجه حاکم، او د کلبا پوهنتون (يواوکې) مشر، د پنجشنبې په ورځ د کلبا پوهنتون او په آسټرالیا کې موناش پوهنتون، د فزیکي زده کړې او سپورت علومو کې د لیسانس برنامه رامینځته کولو لپاره ترمنځ د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.
دا تړون د کلبا پوهنتون په مرکزي دفتر کې د پوهنتون د مرستیال پروفیسور سوسن ایلیټ لخوا لاسلیک شو ترڅو د کلبا په پوهنتون کې د فزیکي زده کړې او سپورت علومو کې د څلور کلن علمي برنامې رامینځته کولو لپاره د دواړو پوهنتونونو ترمینځ نږدې همکارۍ رامینځته کړي او ملاتړ وکړي. د کالج د بیالبیلو تاسیساتو زیربنا رامینځته کول، کوم چې په یو شمیر څانګو کې د روزل شوي کادرونو د فراغت لپاره د تعلیمي برنامې لپاره د غوره خدماتو چمتو کولو کې منعکس کیږي چې په ځانګړي ډول د سپورت ساینس او سپورټ علومو په برخو کې د مسلکي تمرین او فزیکی علم تعلیمي غوره والي په اړه تمرکز کوي..
د برنامه اصلي هدف د استثنایی زده کړې ، د سپورت پرمختللي څیړنې ، او د ټولنې مختلف سکتورونو سره د شراکت له لارې د ټولنې بډایه کولو لپاره کار کول دي ، پداسې حال کې چې د برنامې لید په دې برخه کې یو مخکښ او اغیزناک برنامه وي ترڅو پراخه او نوښتګر تعلیم چاپیریال رامینځته کړي.
د برنامه هدف فارغانو ته جامع نظري ، عملي او تخنیکي پوهه ، د انتقادي او تخلیقي فکر کولو وړتیاو ، او د ستونزې حل کولو مهارتونو سره چمتو کول دي ، په بیله بیا د فزیکي زده کړې ، سپورت ساینس ، سپورت روزنې ، او د سپورت مدیریت، د فارغینو د سمبالولو سربیره په تعلیمي برخو کې د مشرتابه، نوښت، او څیړنې لپاره اړین معلومات او وړتیاوې.
برسیره پردې، د برنامه موخه د سپورت تخصص په برخو کې د افرادو، ډلو او ټولنو اړتیاوو پوره کولو لپاره د فارغانو د وړتیاوو مالتړ کول او د اداري او مسلکي کارونو مشري کول دي. وړ فارغین به د دې وړتیا ولري چې د سپورت تخصص او مدیریت په برخه کې د محلي او نړیوالو پالیسیو، تیوریو، تخنیکونو، میتودونو، عملونو، او ټیکنالوژیو تشریح، ارزونه، او پلي کړي ترڅو د زده کړې کیفیت لوړولو لپاره مدغم چاپیریال ، په متحده عربي اماراتو کې د سپورت ګډون، او روزنه رامینځته کړي.
د فزيکي زده کړو او سپورتي علومو برنامه به خپلو فارغانو ته د کار کولو برسيره د ورزشي کلپونو، فټنس مرکزونو، ښوونځيو او پوهنتونونو په کچه د تخنيکي روزنيزو کارونو، او د معلوليت لرونکو زده کوونکو د بيا رغولو او روزنې په برخو کې مختلف فرصتونه برابر کړي. د سپورت پراختیا او د سپورت مدیریت، د سپورت ساینس متخصصین، او نظامي قول اردو.
د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د دواړو لورو یو شمېر چارواکو او استازو ګډون کړی و.
ترجمه: محمدسليمان